افغان ځوانانو دویمه لوبه کي هانګ کانګ ته هم ماته ورکړه

د افغانستان نوولس کلني کم عمره کرکټ ملي لوبډلې نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو په لړ کي له عمان وروسته د هانګ کانګ د ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلي ته هم په ۸ ویکټو ستره ماته ورکړه.
افغان ځوانانو د سیالي هانګ کانګ لوبډلي د ۷۰ منډو هدف په پنځلسم اور کي د خپلو دوه لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او دغه لوبه ئې د ۸ ویکټو په توپیر په خپله ګټه پای ته ورسول.
په افغان لوبډله کي خالد احمدزي ۳۰ ناسوځېدلي، فیصل ۱۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوځېدلي منډي جوړي کړې.
د یادونې وړ ده، چي افغان ځوانان د راتلونکې چهارشنبې سهار اته بجې او ۱۵ دقيقې د یادو سیالیو په ترڅ کي د خپلي دریمې لوبي په موخه د متحده عرب اماراتو لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ دګر ته کښته کيږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *