د لوی اختر په رارسېدو سره د څراغ تلوېزيون همکار د کندهار ولایت د کډوالو يو کمپ ته ورغلی.
د دغه کمپ کښي مېشت کډوال وايي، چي دوی له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی زیاتوي چي د اختر له پاره د نويو جامو، خوراکي توکو او نورو اړینو شیانو د اخیستلو توان نه لري، چي له امله ئې د اختر خوښۍ ورته په غم بدلي سوي دي.
دکډوالو په کمپ کښي دغه کسان وايي د بېکارۍ، لوړو بیو او اقتصادي کړکېچ له امله دوی د خپلو کورنیو له پاره د اختر اړتیاوي نه سي پوره کولای. یو شمېر کډوالو، چي له پاکستان څخه د سپين بولدکد لاري کندهار ته راغلي وايي، چي دوی نه یوازي د جامو او خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، بلکي د سرپناه او روغتیايي خدمتونو نشتوالی هم ورته لویه ستونزه ده.
په دغه کمپ کښي مېشت يو افغان کډوال وايي:«موږ د اختر له پاره هیڅ نه لرو. زموږ ماشومان نوي کالي غواړي، خو موږ ئې د اخیستلو وس نه لرو. د اختر ورځې موږ ته د خوشحالۍ پر ځای د مایوسۍ او غم ورځي دي.»
په دغه کمپ کښي يو بل افغان کډوال څراغ تلوېزيون ته وويل:«د بېکارۍ له امله موږ د خپلو کورنیو له پاره لږ ډوډۍ هم په سختۍ پیدا کوو، نو د اختر له پاره د نوو جامو او نورو شیانو خیال مو له سره ایستلی دئ.»
هغوی وايي، چي د اختر په شپو ورځو کښي، کله چي د کندهار بازارونه د خلګو له ګڼي ګوڼي ډک وي دوی ئې يوازي تماشه کوي او د هيڅ شي د رانيولو توان نه لري.
هغوی د ط..البانو دحکومت څخه غوښتنه کوي، چي د دوی له پاره دي د کار پيدا کولو په برخه کښي همکاري وکړي ترڅو د خپل کورنيو دغړو له پاره حلاله نفقه پيدا کړي.
بايد وويل سي، چي نړۍوالو بشري سازمانونو خبر ورکړی، چي په افغانستان کښي د نيم نفوس څخه زيات وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمانونه دغه راز ويلي چي د پاکستان او ايران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د راتګ سره د فقر او غريبۍ کچه به نوره هم لوړه سي.