د افغانستان او نیپال تر ۱۹کلنو کمعمره لوبډلو ترمنځ نننۍ لوبه سهار مهال اته بجې پیل سوه او افغان لوبډلي لومړۍ توپوهنه پیل کړه.
افغان لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو نیپال ته د ۱۶۹ منډو هدف ورکړ، خو سیالي لوبډلي ونه سو کولای چي دغه هدف پوره کړي او ټولي لوبډلي یې د ۵۰م اور په ۳ توپ یوازي ۱۶۷ منډي جوړي کړې.
له دې سره افغان نوولس کلنو ځوانانو د رواني لوبلړۍ دویمه پرلپسې بریا هم د افغانستان په نوم کړه.
د افغانستان تر ۱۹کلنو کمعمره لوبډلي د نیپال پر وړاندي لومړۍ لوبه کي هم سیالي لوبډلي ته د ۱۳۰ منډو په توپیر ماته ورکړې وه.
دواړي لوبډلي به خپله درېیمه او وروستۍ سیالي د را راوني چهارشنبې په ورځ ترسره کړي.