الجزیره ايران غيرنظامي زېربناوې په نښه کوي څو «خپل پوځي ځواک وښيي»

الجزیره:
ايران غيرنظامي زېربناوې په نښه کوي څو «خپل پوځي ځواک وښيي»
د قطر پوهنتون د ايران او خليج د چارو شنونکي لوسيانو زاکارا الجزيرې ته ويلي، له هغو لاملونو څخه يو دا دی چي ايران ولي په ګاونډيو هېوادونو کي غيرنظامي زېربناوې په نښه کوي، دا چي «خپل پوځي توان وښيي».

هغه زياته کړې: «ايران د ټولو بريدونو په غبرګون کي ځواب ورکوي، نه يوازې په يوه ځای کي بلکي په یوه وخت کي نژدې په لسو بېلابېلو نقطو کې…»
زاکارا همداراز څرګنده کړه: «بل سياسي پيغام چي ايران غواړي ولېږي دا دی، که پر ايران بريد وسي، اغېزې به يې نړيوالې وي.» د هغه په وينا، اساسي پيغام دا دی چېي يوازي ايران نه، بلکي د ټولي سيمي اقتصاد به هم اغېزمن سي.
هغه وويل: «نه امريکا، نه سيمه او نه هم د انرژۍ مصرفوونکي کولای سي دا حالت همداسې دوام ورکړي. خو په دې پړاو کي ايران چندان اندېښمن نه دی، ځکه له اوږدې مودې راهيسي تر بنديزونو لاندي دی.»

زاکارا ټينګار وکړ: «نو دا مسئله د ايران پر اقتصاد چندان اغېز نه کوي. او د نفتو د بيو لوړېدل – سره له دې چي د دوی صادرات ډېر کم دي – دا معنا لري چي دوی لا هم پر خپلو پښو ولاړ او پايدار پاته دي.»