د العربية شبکې د راپور له مخي چي په قطر کي د اسرائیل په نني برید کي د حما.س د سیاسي دفتر مخکني مشر خالد مشعل په ګډون د یاد دفتر دوه نور غړي چي نزار عوض الله او ظاهر جبارین نومېدل وژل سوي دي.
د سرچينو په خبره چي دوی د یوې خپلمنځي غونډي پر مهال په نښه سوي دي،چي پنځو نفرو پکښي ګډون کړی و او د درو نفرو د مرګ راپورونه نشر سوي دي.
د قطر او اسرائیل د رسنیو له خوا تر اوسه د مړو او زخمیانو د شمېر او حالت په اړه په رسمي ډول څه نه دي نشر سوي.