العربيه رسنۍ: م.لا هب.ت الله د نجونو پر ديني زده کړو هم بنديز لګولی

د العربیه د راپور له مخي، د ط..البانو مشر، م.لا هب.ت الله د ۲۰۲۱ کال راهیسي د منځنيو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو له تړلو وروسته، اوس د ښځو او نجونو پر دیني زده کړو هم بندیز لګولی دئ.
سرچینې وايي، م.لاهب.ت الله دا شفاهي امر تېره اونۍ د کندهار په وروستۍ کابینه غونډه کي د پوهني او لوړو زده کړو وزارتونو ته ورکړی، څو د نجونو نوم لیکني په دیني مدرسو کي بندي سي، د دې پرېکړې لومړی ګام دا دئ چي د فراغت سندونه به نجونو ته نه ورکول کېږي.
د يادي رسنۍ د راپور له مخي، دا پرېکړه هغه راپورونو ته په کتلو د ط..البانو مشر کړې چي هغه ته رسېدلي او په کښي ویل سوي، چي دیني مدرسې اوس عصري مضامین لکه ریاضي، ساینس او ژبې هم تدریسوي او یوازي د دیني مدرسو نوم لري.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو د بياواکمنۍ سره سم د افغان مېرمنو او نجونو څخه هر ډول حقونه اخيستل سوي دي.