د آلمان د مهاجرت او کډوالو چارو فدرالي ادارې (BAMF) د سې شنبې په ورځ اعلان کړی، چي آلمان د ملګرو ملتونو د مهاجرو د منلو د پروګرام چي دغه هېواد پکښي د څو کلونو راهېسي شريک وو، په موقتي توګه ئې د درولو امر کړی دئ.
دا پروګرام د هغو مهاجرو له پاره طرحه سوی دئ، چي په ځانګړې توګه د محافظت اړتيا لري لکه ماشومان، مدني فعلان، د بشرحقوقو فعلان او دې ته ورته نور هغه کسان چي په خپل هېواد کښي ژوند په خطر کي وي او په عاجل ډول اړتیا لري، چي په خوندي ډول المان ته ولاړ سي.
د یادوني وړ ده، چي المان تر امریکا او کاناډا وروسته هغه درېم هېواد دئ چي ډېر مهاجر مني.