د المان د کورنيو چارو وزات اعلان کړی، چي المان د افغانانو دمنلو د پروګرام له لاري د راتلوونکي چهارشنبې په ورځ ۱۶۲ نور افغانان د اسلام آباد څخه انتقالوي. په دغه افغانانو کي هغه کسان شامل دي، چي په افغانستان کي ئې د المان د حکومت سره کار کړی دئ او همدارنګه يو برخه ئې هغه افغانان دي چي ط…البانو د حکومت په راتګ سره ژوند په افغانستان کي په خطر کي دئ او د المان له خوا د افغانانو د منلو په پروګرام کي منل سوې وه.
د المان حکومت دغه افغانان پر داسي مهال انتقالوي، چي د افغانانو د منلو د پروګرام له لاري ئې د زرګونو هغه افغانانو سره چي ژوند ئې په خطر کي دي المان ته د انتقالولو ژمنه کړې وه، مګر المان په ياده ژمنه کي پاته راغلي او يوازي اوس هغه کسان انتقالوي چي په اسلام اباد کي د دوی په هوټلونو کي اوسيږي.
د يادوني وړ ده چي ددغه هېواد سیاسي ګوندونه او واک ترلاسه کوونکې مسیحي اتحادیه ددغو پروګرامونو له اوږدولو سره موافق نه دي او اعلان ئې کړی، چي ډېر ژر به د افغانانو د منلو پروګرام پای ته ورسوي.