الماني رسنيو خبر ورکړی، چي د المان حکومت ۸۱ تنه هغه افغانان چي په المان کي په بېلابېلو جرمونو تورن وو، د جمعې په ورځ ئې په يوه چارتر الوتکه کي کابل ته لېږدولي دي.
د المان د کورنيو چارو وزارت ويلي، چي دا هغه افغانان دي، چي د کډوالۍ قضيې ئې په المان کي رد سوي او يا هم د بېلابېلو جرمونو پرمهال نيول سوي وو.
د المان د کورنيو چارو وزارت په وينا چي المان به د هغه افغان اتباعو چي په بېلابېلو جرمونو مرتکب دي د اخراج لړۍ ته به ادامه ورکړي.
بايد وويل سي، چي المان دغه افغان کډوال پر داسي مهال ايستلي، چي ايران او پاکستان په تېرو څو مياشتو کي په زرګونو افغان کډوال د خپلي خاوري څخه په زور ايستلي، چي اوس دلته افغانستان کي دګڼو ستونزو سر لاس او ګريوان دي.