امريکا وايي نور د ط…البانو د جيبونو لپاره پيسې نه ورکوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ویاندې ټیمي بروس په خپلو تازه څرګندونو کي ويلي دي، چي امريکا نور د افغانستان لپاره ئې د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) سره خپلې مرستې بندي کړي، د هغې په خبره چي امريکا نور د دافغانستان سره په ياده برخه کي ملاتړ ته دوام نه ورکوي.
د بروس په خبره، چي دا پرېکړه ئې ځکه کړې چي د امریکا د مرستو یوولس میلیونه ډالر د ط…البانو شخصي جېبونو ته تللي دي، د هغې په وينا ځکه نور امريکا نه غواړي چي د امريکا له پيسو څخه دي ط…البان استفاده وکړي.
د يادوني وړ ده چي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څوځله د افغانستان سره په کېدونکو مرستو نیوکي کړي او دا مرستي ئې د ط…البانو سره د مرستې په معنا ګڼلي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *