امريکا په راتلونکي اوونۍ کي د خپلو جنرالانو بېړنۍ غونډه جوړه وي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼي تازه په خپل راپور کي ويلي، چي د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امريکا د جګړې وزير ته امر کړی، چي په راتلونکي اوونۍ کي د نړۍ د بېلابېلو سيمو څخه امريکايي جنرالان راټول او غونډه ورسره ونيسي.
د واشنګټن د راپور په اساس دغه غونډه به د امريکا متحده ايالاتو په ویرجینیا ايالت کي دايره سي او شاوخوا ۸۰۰ امريکايي جنرالان به په کښي برخه واخلي.
د يادي غونډه اصلي اجنډا تر اوسه پوري مشخصه نه ده؛ خو په دې وروستيو کي د افغانستان د بګرام هوايي اډې، اوکراین او په نړۍ کي د وروستيو احتمالي تحولاتو په اړه بحثونه ګرم دي.