امریکايي تبعه زنداني«ډینس کویل»څوک وو؟

امریکايي تبعه زنداني«ډینس کویل»څوک وو؟
د طالبانو حکومت د یوه امریکايي تبعه، ډینس کویل، د خوشي کېدو خبر ورکړی دی، هغه کس چي نږدې یو کال په افغانستان کي بندي و. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، نوموړی د افغانستان د نافذه قوانینو د نقض په تور نیول سوی و، خو د کوچني اختر په مناسبت او د مشرتابه د عفوې له مخې خوشي کړل سو.
د هغه خوشي کېدل په داسي وخت کي رامنځته کېږي چي د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد، د متحده عربي اماراتو سفیر او د کویل د کورنۍ یو غړی په کابل کي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدلي دي. راپورونه ښيي چي د متحده عربي اماراتو رول د دې خوشي کېدو په بهیر کي مهم و.

ډینس کویل، چي یو پوهنتوني څېړونکی بلل کېږي، د خپلي کورنۍ په وینا افغانستان ته د علمي کار او د ژبو د پراختیا لپاره تللی و. خو د بند پر مهال یې د سختو شرایطو شکایتونه هم راپورته سوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کي د هغه خوشي کېدل مثبت ګام بللی، خو ټینګار یې کړی چي لا هم نور امریکایان په افغانستان کي بنديان دي او باید خوشي کړل سي.
ډینس بادغیس ته د سفر پر مهال طالب استخباراتو نیولی وو.

په ټوله کي، دا پېښه ښيي چي که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ رسمي اړیکي محدودي دي، خو د منځګړو هېوادونو له لارې تعامل لا هم روان دی. دا ډول اقدامات کولای سي د باور د جوړېدو لپاره یو کوچنی خو مهم ګام وبلل سي، خو تر اوسه لا د دواړو لورو ترمنځ بنسټیز اختلافات پر خپل ځای پاته دي.
د افغان محمود شاه حبیبي کورنۍ ویلي چي ددې کس پر ځای باید د حبیبي خبره سوې وای.