امریکايي ځواکونو د‌ عمان په سمندر کي د ايران کښتۍ درولي

امریکايي ځواکونو د‌ عمان په سمندر کي د ايران کښتۍ درولي، چي ايران ئې په غبرګون کي د امریکا د پوځي بېړۍ د ويشتلو خبر ورکړی دئ‌.
د راپور له مخي، تر اوسه د دغو بريدونو له امله د اوښتو زيانونو په اړه کره معلومات نه دي خپاره سوي.
ايراني چارواکو ويلي، دا اقدام ئې د اوربند د ماتېدو په غبرګون کي کړی او د امريکا له خوا د دوی د کښتۍ درول ئې سمندري غلا بللې ده.

هغوی خبرداری ورکړی، چي که دغه حالت دوام وکړي، نو نور غبرګونونه به هم وښيي.
په همدې حال کي، تهران اعلان کړی چي تر هغه وخته به په اسلام‌اباد کي د خبرو اترو په راتلونکي پړاو کي ګډون ونه کړي، ترڅو پوري چي د ايران پر سمندري بندرونو لګېدلې کلابندي پای ته ونه رسېږي.