امریکا اوکراین ته د هوايي دفاع لپاره پیټریټ توغندي ورکوي

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي، چي اوکراین ته د هوايي دفاع د پياوړتیا په موخه پیټریټ توغندي ورکوي.
هغه ویلي، دا د امریکا له خوا اوکراین ته د شپږ ملیارد ډالرو اضافي مرستي د یوې برخي په توګه ورکول کیږي.
اسټین زیاته کړې چي دا توغندي به د هوايي مدافعې په هغه سیستم کي وکارول سي چي مخکي اوکراین ته سپارل سوی.
دا اعلان وروسته له هغه کیږي چي د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د تماس ډلي له هیوادونو څخه وغوښتل چي د هوایي مدافعې اضافي سیسټم ورکړي ترڅو د روسیې د نورو توغندیو بریدونو مخه ونیول سي.
د پیټریوټ توغندیو سربیره د شپږ ملیارد ډالرو مرسته کي پرمختللي له مځکي هوا ته د توغندیو سیسټمونو لپاره نور مهمات او اضافي تجهیزات هم شامل دي.