امریکا او ځینو نورو هيوادونو ته پوتین د اسراییلو په اړه خبرداری ورکړی

پر اسراییلو د ایران له برید وروسته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین خبرداری ورکړی چي که امریکا، ناټو، اوکراین، فرانسه او اسټرالیا د اسراییلو ملاتړ ته دوام ورکړي، نو روسیه به د ایران کلک ملاتړ وکړي.
هغه ویلي، چي روسیه به په داسي یو حالت کي هیڅ کله بې‌ طرفه پاته نه ‌سي او اقدام به وکړي.
د ايران دفاع وزیر هم ويلي، که هر هیواد امريکا يا اسراييلو ته پر دوی د هوايي او مځکني بريد زمينه برابره کړي، د ايران له جدي عکس العمل سره به مخ سي.
د ایران له خوا لسګونه توغول سوي توغندي او ډرون په اسراییلو کي لګلېدلي، چي له کبله یې په نړیواله کچه پراخ غبرګونه راپارېدلي دي.
ايرانيانو له بريد وروسته جشنونه پيل کړي او وايي، له اسرایيلو څخه يې په نره غچ واخيستی.