امریکا په یمن کي د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د پرمختللو وسلو پر ګودامونو څو بریدونه کړي دي

د امریکا دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چي، د دغه هیواد جنګي الوتکو د شنبې په شپه په یمن کي د ایران له ملاتړه د برخمنو حوثي یاغیانو د پرمختللو وسلو پر ګودامونو څو بریدونه کړي دي.
د راپورونو له‌مخي، د بریتانیا پوځي الوتکو هم په‌دې عملیاتو کي ګډون کړی دی.
په‌‌دې سلاکوټونو کي راز راز وسلې ساتل کېدې او له هغو څخه په سور سمندرګي او عدن خلیج کي د پوځي او ملکي بېړیو د ویشتلو لپاره کار اخیستل کېدی.
المسیره تلوېزیوني چاینل چي د حوثیانو له‌خوا اداره کېږي، راپور ورکړی چي درې هوايي بریدونه د امریکایي او بریتانیايي ځواکونو له‌‌خوا د یمن د پلازمېني صنعا په جنوب کي د السبعین په سیمه کي سوي دي.
امریکا او بریتانیا په سور سمندرګي او عدن خلیج کي پر بېړیو د یاغیانو د بریدونو په غبرګون کي له جنورۍ راهیسي څو ځله په یمن کي د حوثیانو پر هدفونو بریدونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *