امریکا یو شمېر افغانان ته د امریکا څخه په یوه اونۍ کي د وتلو امر کړی

امریکایي رسنیو خبر ورکړی، چي د امریکا د کورنیو چارو وزارت یو شمېر هغه افغانانو ته چي د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګسټ څخه وروسته دغه هيواد ته ورغلي دي او هلته ئې د لنډ مهاله بشري مېشتيدني (TPS) په پروګرام کي دوه کلن موقت اسناد ورکول سوي وه له دغه هیواد څخه د وتلو امر ورته کړی دئ.
دغه امریکايی رسنۍ زیاتوي چی اوس د ټرمپ اداره هڅه کوي، چي د زرګونو افغان وګړو لپاره د لنډ مهالي مېشتیدني (TPS) موده پای ته ورسوي، چي له دې کبله ښايي ځینې افغانان د ط…البانو تر واک لاندي افغانستان ته بېرته ستانه کړل سي.
په تازه مواردو کي، د امریکا د کورني امنیت وزارت ان هغو کسانو ته هم چي د «بشري پارول» له لارې امریکا ته تللي، د «رضاکارانه وتلو» خبرتیاوي ورکړي دي.
امریکا له یادو افغانانو غوښتي، چي په یوه اونۍ کي باید له امریکا ووځي، که نه نو د قانوني اقداماتو له مخې به و اېستل سي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *