امنیتي مسوولین: په پروان کي یوه کس خپله مور وژلې ده

د پروان امنیتي مسوولین وایي، د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کي یو کس د خپلي ۷۰ کلني مور د وژلو په جرم نیول سوی دی.
د پروان د امنیې قوماندانۍ ویاند فضل الرحیم مسکینیار رسنیو ته ویلي، چي دا پېښه تېره ورځ د جبل السراج ولسوالۍ په عزت خېلو سیمه کي سوې ده.
د هغه په وینا، دا ښځه د عبدالرحیم په نوم د خپل زوی له خوا د ښکاري ټوپک په ډزو وژل سوې ده.
هغه زیاته کړه، د وژل سوي ښځي زوی له سیمي څخه تښتېدلی وو خو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول سو.
تر دې وړاندي هم په یو شمېر ولایتونو کي ورته پیښي سوي او له امله یې یو شمېر کسان نیول سوي دي.
په افغانستان کي د داسي پیښو لوی لاملونه کورنی تاوتریخوالی او رواني ستونزي بلل کیږي.