اميرخان متقي: اسلامي هيوادونو ته زمينه برابره ده چي په افغانستام کي پانګونه وکړي

د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو یوه پلاوي کابل ته سفر کړی

د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر خپل اېکس یا ټوېټر پاڼه لیکلي، چي متقي د اسلامي‌ همکاریو سازمان او اسلامي‌ هیوادونو له دیني عالمانو سره په دې ناسته کي د افغان ولس او حکومت د ملاتړ غوښتنه کړې.

متقي زیاته کړې: “تاسو د افغانستان اصلي واقیتونه او د سترګو لیدلی حال تر خپلو چارواکو او خپلو ولسونو ورسوئ. اوس د دې وخت دی، چي نړیوال او په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونه په افغانستان کي له رامنځته سویو فرصتونو ګټه واخلي، په بېلابېلو برخو کي پانګوني وکړي او اقتصادي پروژې عملي کړي.”

کابل ته په دې پلاوي کي د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال شیخ عزام، طارق بخت، د سعودي عربستان، ترکیې، پاکستان، متحده عربي اماراتو د دیني عالمانو تر څنګ د بحرین، اردن، مالیزیا، اندونیزیا، چاد، ګیني او اسلامي هیوادونو د اسلامي فقهي د نړیوال مرکز علماوو ګډون کړی و.