اميرسعيد: ط..البان په افغانستان کي د سوريې جنګياليو ته امن ځای ورکوي

په ملګرو ملتونو کي د ایران دایمي استازي، امیر سعید ایرواني، له سوریې څخه افغانستان ته د سورې جنګیالیو د انتقال په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي چي د داع.ش او ال.قاعدې په څېر ترهګریزي ډلي که افغانستان ته انتقال سي، د سیمي امنیت ته به جدي ګواښ پېښ کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په خپل وروستي راپور کي ویلي چي شاوخوا دوه زره د داع.ش جنګیالي په سوریه کي سته او امکان لري افغانستان ته انتقال سي.
بايد وويل سي، چي په ملګرو ملتونو کي د پاکستان استازي هم خبرداری ورکړی چي په افغانستان کې د ط..البانو تر واک لاندي ترهګري ډلي د اسلام‌آباد امنیت ته خطر پېښ کړی دئ.
ط..البان بیا تل دا تورونه ردوي او وايي په افغانستان کي د ترهګرو ډلو حضور نسته.