امیرخان متقي او روزا اوتونبایوا د افغانستان سره د مرستو پر وضیعت خبري کړي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي روزا اوتونبایوا د هیواد د اقتصادي ودي او د پراختیایي مرستو د وضعیت په اړه خبري کړي دي.
د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد پر ایکس لیکلي چي په دې غونډه کي متقي ویلي، د اقتصادي پرمختیا په برخه کي نور پلانونه هم د تطبیق په حال کي دي چي په بشپړېدو سره به یې د چټکي اقتصادي ودي لامل سي.
د دې پلانونو په تړاو جزییات نه دي ورکړل سوي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د مېرمن اوتونبایوا له قوله لیکلي چي په تېرو دریو کلونو کي د لومړي ځل لپاره، د بهرنیو پراختیایي مرستو اندازه د بشري مرستو څخه زیاته سوې ده.
په افغانستان کي د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د روزا اوتونبایوا د دې لیدني په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.