امیرخان متقي د پاکستان له سفیر سره پر ډیورنډ کرښه د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبري کړي

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، په کابل کي د پاکستان د سفارت سر پرست عبیدالرحمن نظاماني د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
هغه پر ایکس پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کي چي نن پنجشنبه تر سره سوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبري وسوې.
متقي ویلي، د سیمي هیوادونه ورځ تر بلي له افغانستان سره د مثبت تعامل د پراخېدو خوا ته تلونکي دي او هیله یې څرګنده کړې چي د پاکستان نوی منتخب حکومت به د یوې مثبتي پالیسۍ له مخي د اړیکو په پیاوړتیا کي رغنده ګامونه واخلي.
د پاکستان سفیر په دې لیدنه کي ویلي، چي د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکي ډیري ارزښتناکي دي او نوی منتخب حکومت د اړیکو د پراختیا لیدلوری لري او هڅه کوي چي د پرتو ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کي ګډ کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینا، دواړه لوریو د ډیورنډ پر کرښه د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ او سوداګرۍ په اړه د اسانتیاوو پر رامنځته کولو هم ټینګار کړي.
د پاکستان له سفیر له لیدني یوه ورځ وړاندي په کندهار کي د کندهار والي سره هم پر ځینو موضوعاتو خبري کړي وې.