انادولو آژانس خبر ورکړی، چي یوه بالستیک توغندۍ چي له ایران څخه توغول سوې وه او د ترکیې د هوايي حریم پر لور منحرف سوې وه

انادولو آژانس خبر ورکړی، چي یوه بالستیک توغندۍ چي له ایران څخه توغول سوې وه او د ترکیې د هوايي حریم پر لور منحرف سوې وه، د ناټو د هوايي دفاعي سیستمونو په مرسته په ختیځ مدیترانه کي تعقیب او له منځه وړل سوې.
د ياد آژانس په حواله د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاكان فیدان، د دې پېښې په اړه د انقرې اعتراض خپل ایراني سیال عباس عراقچي ته لېږلی.