انتوني بلینکن: اوکراین به له ۷۰۰ میلیونو ډالرو زیاتي مرستي ترلاسه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کییف ته د خپل سفر په ترڅ کي اعلان وکړ چي اوکراین به له ۷۰۰ میلیونو ډالرو زیاتي بشري او نوري مرستي ترلاسه کړي.
بلینکن د اوکراین او برېټانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه خبري غونډه کي ټینګار وکړ چي روسیه یو ځل بیا هڅه کوي چي د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو بريد وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز په اوکراین او شاوخوا سیمو کي له میلیونونو خلکو سره چي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ سوي، د ۲۹۰ میلیونو ډالرو بشري مرستي او د ماین پاکۍ لپاره ۱۰۲ میلیونه ډالره اضافي مرستي اعلان کړي دي.
له بلې خوا، ټاکل سوې، زیلینسکي د دې میاشتي په وروستیو کي متحده ایالاتو ته سفر وکړي او جو بایډن، هرېس او ټرمپ ته پلان وړاندي کړي.
بل خوا د اوکراین په شمال ختیځ کي د روسیې په تازه هوايي بریدونو کي د پنجشنبې سهار ۱۴ تنه ټپیان سوي دي