انګلستان په لومړۍ ټېسټ لوبه کي پاکستان ته ماته ورکړه

د پاکستان او انګلستان ترمنځ پیل سوې لومړۍ ټېسټ سیالي نن جمعه د اکټوبر په ۱۱مه نېټه پای ته ورسېده چي انګلستان په یوې پاڼۍ او ۴۷ منډو وګټله.

دغه ټېسټ سیالي چي د ملتان په ښار کي پیل سوې وه، پاکستان د پچي تر ګټلو وروسته توپوهنه وکړه او په لومړۍ پاڼۍ کي یې د شان مسعود، عبدالله شفیق او سلمان اغا د سلیزو پر مټ ۵۵۶ منډي وکړې.

د انګلستان لوبډلي بیا په خپله لومړۍ پاڼۍ کي ۸۲۳ منډي وکړې چي د یادي لوبډلي لپاره هري بروک ۳۱۷ او جو روټ ۲۶۲ منډي وکړې.

د انګلنډ لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کي تر پاکستان ۲۶۷ منډي مخکي وه، پاکستان چي خپله دویمه پاڼۍ د څلورمي ورځي په اخري ساعتونو کي پيل کړې وه، د وروستۍ ورځي په لومړي سېشن کي یوازي د ۲۲۰ منډو په جوړولو وسوځېدل او په‌دې سره یې یو وار بیا په خپل کوربه‌توب ټېسټ لوبه وبایلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *