اوتونبایوا وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له سخت ګواښ سره مخامخ دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، افغانستان د اقلیمي بدلون له کبله له سخت ګواښ سره مخامخ دی.
هغې د چاپیریال د نړیوالي ورځي په مناسبت ویلي، ملګري ملتونه ژمن دي چي له افغانستان سره د چاپیریال په ساتنه کي مرسته وکړي.
اوتونبایوا وروستیو ویجاړونکو سېلابونو ته په اشاره ویلي، په افغانستان کي د مخنیوي جدي اقداماتو ته اړتیا ده.
هغې زیاته کړې، دې سېلابونو یوځل بیا وښوده چي افغانستان د نړۍ په کچه له اقلیمي بدلونه یو تر ټولو ډېر زیانګالی هیواد دی.
ملګري ملتونه وایي، وروستیو سېلابونو چاپېریال ته پر زیان سربېره ۲۲ زره کورونه له منځه وړي او ګڼ شمېر سړکونه، پلونه او کرنیزي مځکي یې ویجاړي کړي دي.