اوراسيا تحلیلي شبکه وایي، پر ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان کړکېچ مخ پر زیاتېدو دی

د ارواسيا خبري- تحلیلي شبکې په یوه نوي راپور کي ویلي چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکیچ ورځ تر بلي مخ پر زياتېدو دى.

د چمن – سپین بولدک پر پوله تاوتریخوالی وروسته له هغه پیل سو چي پاکستان تېر کال د ډیورنډ کرښي دواړو غاړو ته له ویزې او پاسپورټ پرته پر دغه لار د تګ راتګ بندیز ولګاوه او د چمن اوسېدونکو د پاکستان له لوري د دې پرېکړي له اعلان وروسته د دغه هیواد د حکومت پر ضد اعتراض وکړ.

د دغه راپور له مخي، په چمن کي د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا د ۹ میاشتو په اعتراضونو کي له ۴۰ زیات کسان نیول سوي او لږ تر لږه د ۱۷ پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون ۲۸ لاريون کوونکي ټپیان سوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي تر دې وړاندي د افغانستان او پاکستان اتباع یوازي د خپلو پېژندپاڼو په ښودلو سره پر ډیورنډ کرښه تګ راتګ کاوه.

دغه خبري شنونکې شبکه وايي، چي څه باندي یوه پېړۍ وړاندي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښي له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د سرحدي سیمو له لاري د ځايي خلکو پر تګ راتګ دغه ډول بندیز لګول سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *