اوچا: اسټرالیا له افغانستان سره د ۲،۶ میلیون ډالرو مرسته کړې

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیم اداره اوچا وايي، اسټرالیا له افغانستان سره د ۲،۶ میلیون ډالره مرسته کړې.
دغه ادارې ویلي، دا پيسې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته ورکړل سوي دي.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې پر اساس، اسټرالیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره تر اوسه څه باندي ۷۴ میلیون اسټرالیايي ډالره مرسته کړې ده.
دغه صندوق په ۲۰۱۴م کال کي په افغانستان کي تاسیس سو او د ملګرو ملتو په وینا له هغه وخت راهیسي یې تر یو میلیارد ډالرو زیاتي مرستي ترلاسه کړي دي.
تر دې مخکې اوچا اعلان کړی وو چي د افغانستان د بشري مرستو صندوق تېر کال ۸۱،۶ میلیون ډالره مالي مرسته ترلاسه کړې وه.