اوچا : افغانستان د هغو لسو هیوادونو په ډله کي دی، چي د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان د هغو لسو هیوادونو په ډله کي دی، چي د اقلیمي بدلون له ګواښ سره مخ دي.

 سره د دې چي د شنو خونو ګازونو په خپرېدو کي یې ونډه ډېره کمه ده، مخ دى.

اوچا پر اېکس ویلي چي افغانستان د نړۍ ۰،۱ سلنه ګل خانه يي ګاز تولیدوي او په دې برخه کي یې ونډه کمه ده خو بیا هم له دې ګواښ سره مخ دی.

دا په داسي حال کي ده، چي د اذربایجان په پلازمېنه باکو کي د اقلیم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د غونډي لومړۍ ورځ نن پیل سوه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ دفتر د دغه غونډي له ګډونوالو غوښتي چي د اقلیم له بدلون څخه د زیانمنو سویو ټولنو د ملاتړ لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

د يادولو وړ ده، چي د اقلیم بدلون یو له سترو نړیوالو ننګونو څخه دی او په اړه یې غونډه په روان کال  کي په اذربایجان کي د شاوخوا دوه سوو هیوادونو د مشرانو او دیپلوماتانو په حضور کي جوړه سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *