اوچا : بې ‌وزلۍ په افغانستان کي له هرو دوو کسانو یو تن اغېزمن کړی دی

د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي بې ‌وزلۍ په افغانستان کي له هرو دوو کسانو یو تن اغېزمن کړی دی.

دغي ادارې پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کي اتیا فیصده کورنۍ په‌داسي حالت کي ژوند کوي چي د کورنۍ د هر غړي پر سر تر یوه ډالر کم عواید لري.

د اوچا په وینا، د روان میلادي کال یوازي څلور میاشتي پاته دي او د افغانستان لپاره د ۲۰۲۴م کال د بشري غبرګون د پلان یوازي ۲۵ فیصده یې تمویل سوی دی.

د ملګروملتونو دغي ادارې لیکلي، په افغانستان کي د ژوند ژغورونکو مرستو د دوام لپاره اضافي ملاتړ ته اړتیا ده.

ملګروملتونو ویلي، روان میلادي کال په افغانستان کي ۲۳ ميلیونه او ۷ لکه کسان، چي د دغه هيواد د وګړو څه باندي نیمايي برخه جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا لري.