اوچا: د بشري فعالیتونو ترسره کولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ یو

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر اوچا وايي، دغه اداره د بشري فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د بودیجې له کمښت سره مخ ده.
اوچا د چهارشنبې په ورځ په خپل وروستي راپور کي لیکلي، هغه سکتورونه چي د بودیجې د نشتوالي له امله د بندیدو له لوړ خطر سره مخ دي، روغتیايي، سرپناه، خواړو، تعلیم او ځیني نور پکښي شامل دي.
اوچا زیاته کړې، که پر وخت مرستي ونه رسیږي په افغانستان کي به بشري ناورین لا نور هم پیسي زیات سي.
د اوچا د راپور پر اساس په افغانستان کي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتي راوروسته بې وزلي زیاته سوې ده.
د مرستو د کمولو او بندولو دا خبرداری په داسي وخت کي ورکول کیږي چي پاکستان او ایران هره ورځ تر ۲۰۰۰ ډېر افغان کډوال له خپلو هیوادونو څخه راباسي او په افغانستان کي د اړتیا کچه د پخوا په پرتله ډېره سوې ده.