اوچا: د شمال زلزله ځپلي د ژمي وړاندي عاجلو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی چي د افغانستان شمالي سیمو زلزله ځپلي کورنۍ د ژمي تر رارسېدو مخکي بېړنيو مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، وروستۍ زلزلې سلګونه کورنۍ له خپلو استوګنځایونو بې‌برخي کړي او اوس د ژمي د موسم په راتګ سره د ستونزو سره مخ دي.
یادي ادارې ټینګار کړی چي له ژمي مخکي باید زیانمنو سوو ته عاجله پناه، مالي او ساختماني مرستي ورسول سي، څو وکولای سي د‌ ژمي او يخ موسم په خوندي ډول تېر کړي