اوچا: د ط..البانو له خوا د بشري کارکوونکو د نيول کېدو له امله په افغانستان کښي د بشري سازمانونو کارونه د خنډ سره مخ سوي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر (OCHA) د یوه تازه راپور په خپرولو سره ویلي، چي په افغانستان کښي د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې په جریان کښي د بشري کارکوونکو پر وړاندي د تاوتریخوالي کچه د تېرو میاشتو په پرتله د پام وړ زیاتوالی موندلی دئ. د دغه راپور له مخي، په یاده میاشت کښي ط..البانو د بشري مرستو د کارکوونکو پر وړاندي سخت اقدامات کړي او یوازې په یوه میاشت کښي ئې ۲۹ بشري کارکوونکي نیولي دي.
د ملګرو ملتونو دغه بنسټ زیاته کړې، چي دا پېښې د بشري مرستو د رسولو بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دئ. د بشري کارکوونکو نیول او د تاوتریخوالي زیاتوالی په داسي حال کښي رامنځ ته کېږي، چي افغانستان لا هم له سخت بشري بحران سره لاس او ګرېوان دئ او میلیونونه خلګ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو له پاره د نړۍوالو مرستو محتاج دي.
د ملګرو ملتونو دغه اداره وایي، چي د اپرېل په میاشت کښي په بشري عملیاتو کښي د ط..البانو د لاسوهني له امله ۳۵بشري فعالیتونه هم د لنډمهال له پاره ځنډول سوي دي.
دغه راپور له نړۍوالو ټولني غوښتنه کړې، چي په افغانستان کښي د بشري کارکوونکو د خوندیتوب او د مرستو د رسولو د بهیر د اسانتیا له پاره دي اړین ګامونه پورته کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *