اوچا واايي، په افغانستان کي بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په پرله پسې ډول مخ په ډېرېدو دی

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په دغه هیواد کي بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په پرله پسي ډول مخ په زیاتېدو دی.

د دغه بنسټ په وینا په افغانستان کي ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا په یوه راپور کي ویلي، چي افغانستان له تېرو لسیزو راهیسي له ژورو، پراخو او دوامداره بشري اغېزو سره پرله پسې ډول له ننګونو سره مخ دی.

راپور وایي، د هیواد وګړي د جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، وچکالۍ، زلزلې، د خوراکي توکو د نه خوندیتوب، بې ځایه کېدل، د کرونا ناروغۍ، د روغتیايي خدمتونو نشتوالي، اوږدمهاله بې وزلۍ او د ښځو او نجونو د زیاتېدونکي محرومیت او زیانمنتیا په منځ کي له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دغه سازمان وايي، تېره لسیزه د افغانستان د خلکو لپاره «سخته» وه.

دا په داسي حال ده، چي د طالبانو د واکمنۍ له راتګ سره په هیواد کي فقر او لوږه زیاته سوې او سیاسي، ټولنیز، فرهنګي او اقتصادي بحرانونه د دې لامل سوي چي افغانستان له زیاتو ننګونو سره مخ سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *