د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر (اوچا) ویلي، چي سږ په ۲۰۲۴ کي له ایران او پاکستانه ۱٫۴ میلیونه افغان کډوال راستانه سوي دي.
دې ادارې پرون په یو راپور کي ویلي، چي دا کډوال د امنیتي ستونزو، زدهکړو او روغتیایي خدمتونو ته د نهلاسرسي له امله افغانستان ته ستانه سوي دي.
په دې راپور کي ویل سوي چي په دوی کي ۱٫۲ میلیونه له ایران او ۱۳۶٫۸ زره کډوال له پاکستان څخه بېرته خپل هیواد ته ستانه سوي دي.
بل خوا د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چي دا مهال په ایران او پاکستان کي شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.
تر دې مخکي په ګاونډیو هیوادونو کي له افغان کډوالو سره د یادو هیوادونو د ناوړه چلند راپورونه هم زیات ورکول سوي وه.