اوچا : په افغانستان کي د بشري مرستو د دوام لپاره څه باندي دوه ملیارد ډالرو ته لا هم اړتیا ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر یا اوچا وايي چي په افغانستان کي د بشري مرستو د دوام لپاره څه باندي دوه ملیارد ډالرو ته لا هم اړتیا ده.

اوچا په هغه اعلامیه کي چي پرون پنجشنبه ریلییف ویب خپره کړې ویلي چي تر اګست میاشتي پوري په افغانستان کي د اړتیاوو او بشري اقداماتو د پلان یوازي ۲۵ فیصده یې تمویل سوې او ۲ اعشاریه ۳۰ ملیارده ډالره کمبود دی.

د دې ادارې په وینا، د بودیجې کموالي، د ژوند ژغورونکو مرستو بهیر او د اړو کسانو لپاره د ضروري خدماتو رسول ګډوډ کړي دي.

د نړیوالو بنسټونو د شمېرو له مخي، دا مهال شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي په افغانستان کي بشري مرستو ته اړ دي.

په همدې حال کي شکایتونه کېږي چي مرستي تر ډېره اړو کسانو ته نه رسول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *