اوچا په افغانستان کي د بودیجې د کمښت له امله فعالیتونه کم کړي

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همږغۍ اداره یا اوچا وایي، د بودیجې د زیات کمښت له امله یې په افغانستان کي فعالیت کم سوی او حیاتي بشري چاري تر ډېره محدودي سوي دي.
اوچا پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي که څه هم په افغانستان کي دا مهال عملاً تاوتریخوالی کم سوی، خو افغانان سختو بشري مرستو ته اړتیا لري ځکه ډیری د اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د اوچا د معلوماتو پر اساس، د اټکل له مخي روان ۲۰۲۴ کال به ۲۳،۷ ملیونه کسان بېړنۍ مرستي ته اړتیا ولري.
اوچا زیاتوي چي په افغانستان کي یې د اړو کسانو ته د ژوند ژغورني لپاره درې میلیارډ او شپیته ملیون ډالر غوښتي وو خو تر اوسه یوازې ۷،۸ سلنه یې ترلاسه کړي.
دغه ادارې اندېښنه ښوولې که کافي بسپنه ترلاسه نه کړي، ډيری بې وزلي کسان، په تېره ښځې، ماشومان او د ډېر عمر لرونکي به له سخت وضعیت سره مخ سي.