اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک سیمه کي د خپلو پوستو د پیاوړي کولو په حال کي دي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي له پولو هاخوا د یوې ستري حملې له پلانولو وروسته وایي چي اوکرایني ځواکونه د روسیې په کورسک سیمه کي د خپلو پوستو د پیاوړي کولو په حال کي دي.
هغه دا څرګندوني داسي مهال مطرح کوي چي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت، اوکراین د دغه هيواد د کورسک سیمي په ګلوشکوف ښارګوټي کي د یوه مهم پله له منځه وړلو لپاره د امریکا له لوري د جوړ سوي توغندی په کارولو تورنوي او وایي چي په پایله کي یو شمېر هغه داوطلبه کسان وژل سوي چي د ملکي وګړو په ایستلو کي یې مرسته کول.
روسي چارواکو په مسکو کي په ځلونو د کییف لويدیځ متحدین د روسیې پر خاوره د اوکراین د لومړنۍ مځکنۍ حملې په ملاتړ او هڅوني تورن کړي چي له دغه هيواده د ۱۲۰زره زیاتو ملکي وګړو د تخلیې لامل ګرځېدلي دي.
اوکراین ادعا کړې چي د اګست پر شپږمه د پولي هاخوا د ناڅاپي حملې له پیله یې تر اوسه د ۱۱۵۰ کیلومتره مساحت په اوږدو کي د ۸۲ ښارګوټو کنټرول تر لاسه کړی دی.