اوکرایني چارواکو : روسیې په سه شنبې پر کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حمله کړې ده

اوکرایني چارواکو ویلي، چي روسیې د سه شنبې په ورځ پر پلازمېنه کییف د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو پراخه حمله کړې ده او د دې هیواد د شمال ختیځ او نورو سیمو مهم تاسیسات یې په نښه کړل.
په عین حال کي روسي چارواکو ویلي چي تېره شپه د اوکراین له‌خوا د بې پیلوټه الوتکو په حملو کي مسکو ته نژدې یوه مېرمن وژل سوې او د مسکو په درېیو هوايي ډګرونو کي الوتني ځنډېدلي دي.
د مسکو د یوې اړوندي سیمي مسوول ویلي، د اوکراین بې پیلوټه الوتکه پر یوه څوپوړیزه ودانۍ رالوېدلې.
نوموړي زیاته کړه چي له پېښي وروسته د سیمي ګڼ اوسېدونکي امن ځایونو ته لېږدول سوي دي.