اوکرایني چارواکي : د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کي درې کسان وژل سوي او ۱۱ نور ټپیان دي

اوکرایني چارواکي د داریوب بندر پر ایزمیل د روسیې د بې پیلوټه الوتکو یا ډرونونو په پراخو بریدونو کي د درې کسانو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبرورکوي.
د ادیسه د سیمي والي پر ټیلیګرام چینل د دغه مرګ‌ژوبلي خبرورکړی او ویلي یې دي چي په ټپیانو کي یو یې کوچنی هم دی.
ایزمیل چي د ناټو د غړي رومانیا پولي ته څېرمه پروت او د اوکراین د غلو د صادراتو یو مهم مرکز ګڼل کېږي، په وار وار د روسیې په بریدونو کي په نښه سوی دی.
ایزمیل ته نژدې د رومانیا د تولسیا د سیمي چارواکو خلکو ته په یوه خبرداري کي ویلي چي بې پیلوټه الوتکي پولي ته نژدې لیدل سوي دي.
د اوکراین د هوایي مدافعې ځواکونو همدارنګه د خیرسون، میکولاییف او سمي په سیمو کي د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د بریدونو په وړاندي خلکو ته خبرداری ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *