اوکرایني چارواکي وايي چي روسیې د دویمې شپې لپاره د اوکراین پر پلازمېنه کیف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړی

د دوی په وینا په دې بریدونو کي د استوګنو ودانیو ته زیان اوښتی او لږ تر لږه یو ملکي ټپي سوی دی.
د کییف د پوځي ادارې مشر په خپل ټیلیګرام چینل کي لیکلي چي بله شپه، بله اندېښنه دښمن د اوکراین او کییف په وړاندي د هوايي بریدونو شدت نه کموي.
د هغه په وینا، په دې بریدونو کي کومه مرګ‌ژوبله نه ده پېښه سوې، خو د بې پیلوټه الوتکو د ټوټو د لوېدلو له کبله لږ تر لږه یو تن په سربېرن ټپي سوی دی.
د کییف ښاروال، ویتالي کلیچکو، هم په ټیلیګرام کي لیکلي چي د ویجاړ، سویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې د پلازمېنې په درې اصلي سیمو کي لوېدلي، چي په ترڅ کي یې د څو استوګنو ودانیو بامونو، ظاهري برخو او د برښنا سیمونو ته زیان اوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *