ايراني چارواکي: په تېرو پنځو مياشتو کي شاوخوا ۷۹۰ زره افغان کډوال د دوغارون د لاري افغانستان ته راغلي

دوغارون د لاري افغانستان ته راغلي
د ايران د خراسان رضوي ولايت د بهرنيو وګړو او کډوالو د چارو عمومي رئیس جعفر سيدابادي د رسنيو سره د خبرو پر مهال ويلي، چي د روان هجري شمسي کال په اولو پنځو مياشتو کي شاوخوا ۷۹۰۱۰۰ افغان کډوال يوازي د دورغاون د لاري د ايران څخه شړل سوي او افغانستان ته تللي.
جعفر سيدابادي د ايراني رسنيو سره ويلي: (( د ایران حکومت او خلګو په تېرو څلورو لسیزو کي د ګاونډیتوب حقونه په ښه ډول پوره کړي اودا ئې ثابته کړې ده، چي لا هم د افغانستان د ولس تر څنګ ولاړ دي.))
هغه د خپلو خبرو پرمهال ويلي، چي د ایران او اسرائیلو تر منځ د ۱۲ ورځني جنګ وروسته، د ايران څخه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو بهیر ئې چټک کړی او ټول هغه افغانان باسي، چي په ايران کي د اوسېدلو قانوني اسناد نه لري.
بايد وويل سي، چي د کډوالو د سازمانو د تازه راپور له مخي په دې وروستيو کي ايران د يو ميليون څخه زيات افغان کډوال په زور له دغه هيواد څخه شړلي او افغانستان ته راغلي دي.