د هغو شمېرو پر بنسټ چي د چارواکو له خوا ورکول سوي ايران او پاکستان په تېره يوه اوونۍ کي يو زر ۴٠٣ افغان کډوالي کورنۍ په «جبري او اختياري» ډول اېستلي دي.
د دغو احصایو له مخي په تېره یوه اوونۍ کي ایران يو زرو ۹۹ کورنۍ او پاکستان ۳۰۴ کډوالي کورنۍ اېستلي دي.
په تېره یوه اوونۍ کي ۱۶۳ کورنۍ د تورخم او ۱۴۱ کورنۍ د سپین بولدک له لاري افغانستان ته راستنې سوي دي.
په ورته وخت کي ۴۱۹کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم له لاري او همدارنګه ۶۸۰ کورنۍ د اسلام کلا له لاري افغانستان ته داخلي سوي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي ایران د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر ګړندی کړی او پاکستان هم دغه بهیر ته دوام ورکړی دی.
له بلي خوا په ایران او پاکستان کي مېشت یو شمېر هېوادوال هم د دغو دوو هیوادونو د پولیسو له خوا له انساني ارزښتونو او د پناه غوښتونکو له حقونو څخه د سرغړوني شکایت کوي.