د ههنګاو بشري سازمان په خپل وروستي راپور کي ويلي، چي د ايران حکومت د جولای په مياشت کي پنځه تنه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور د ايران په بېلابېلو زندانونو کي اعدام کړي.
د دغه سازمان په خبره، چي د دغي مياشتي په جريان کي ايران ټولټال ۹۶ کسان اعدام کړي، چي له ډلي څخه ئې پنځه تنه افغانان وو.
ياد سازمان د اعدام سوو افغان اتباعو د هويت په اړه تر اوسه پوري څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي د ايران حکومت په دې وروستيو کي د اعدامونو لړۍ چټکه کړې، چي هره مياشت ګڼ شمېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کوي. نړۍوالو بشري سازمانو د ايران د دولت دغه کړنه غندلي او د دغه سزاو د درېدو غوښتنه ئې کړې.