ايران د دغه هیواد د پوليسو پر يوه مرکز بريد کي د ښکېلو ۴ کسانو د وژني خبر ورکړی

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، د ایران وسله‌والو ځواکونو لږ تر لږه څلور هغه کسان وژلي چي شک کېږي، د دغه هیواد په شمال ختیځ کي یې پر پولیسو په یوه مرګوني برید کي لاس درلودی.
په سیستان او بلوچستان ولایت کي د شنبې ورځي په برید کي لس پولیس وژل سوي وه.
په پاکستان کي مېشتي جیش العدل ډلي د هغه برید مسوولیت منلی دی.
تسنیم د ایران سپاه پاسداران په وینا راپور ورکړی، چي دغو ځواکونو د استخباراتو او پولیسو په ملاتړ د یک‌شنبې په ورځ لږ تر لږه څلور کسان وژلي او څلور نور یې نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *