په کابل کي د ايران د سفارت څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ايران دولت د کنړ ولايت د زلزله ځپلو کسانو سره د لاس نيوي په موخه د ۸۰ ټنه خوراکي توکو مرسته کړې.
په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په يادو مرسته سوو توکو کي زر ډبې غوړي او ۱۵۰۰ پارسله اوړه شامل دي، چي د ياد سفارت له خوا تر کنړ ولايت پوري رسېدلي او په زيانمنو خلګو به تقسيم سي.
په کابل کي د ايران سفارت د افغانستان په ختيځ زون کي د وروستۍ زلزلې له امله خواشيني هم ښودلې او په خبرپاڼه کي ئې ويلي، چي د ايران دولت او ولس د افغانانو سره په دغه ستر غم کي ځان شريک بولي.