ايران په بلخ کي پر خپل قونسلګرۍ د بريد په برخه کي د عدالت غوښتنه کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مزارشریف په ښار د ط..البانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال د دغه هيواد پر قونسلګرۍ د برید ۲۷ مي کلیزي په مناسبت خبرپاڼه خپره کړې ده.
په دغه خبرپاڼه کي د ايران دولت دغه پېښه ترهګريز جنایت بللی او ټینګار سوی چي باید د دې پېښي اړخونه روښانه سي، عاملین دي معلوم سي او د عدالت د تامین له پاره دي عملي اقدامات وسي.
د ایران پر قونسلګرۍ برید هغه مهال وسو چي ط..البانو په ۱۳۷۷ لمریز کال کي د خپل لومړۍ واکمنۍ پرمهال د بلخ ولایت اداره په لاس کي درلودل.
ط..البانو تر اوسه د دې برید مسئولیت نه دی منلی او نه ئې د عاملینو په اړه څه ویلي دي.