ايران: که هر هيواد د امریکا ملاتړ وکړي؛ سخت جواب به ورکړي
د ایران د خاتمالانبیا قرارګاه ویاند ابراهیم ذوالفقاري وایي، د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کي د ایران وسلهوالو ځواکونو په سیمه کي د امریکا پر پوځي اډو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
ذوالفقاري د چهارشنبې په سهار ويلي په دغو بریدونو کي د امریکا پوځي تاسیساتو، وسلو او تجهیزاتو ته زیانونه اوښتي او یو شمېر امریکایي قوماندانان او سرتېري وژل سوي یا ټپیان سوي دي.
هغه امریکا ته خبرداری ورکړی چي که په سیمه کي خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي، ایران به لا پراخ او سخت جواب ورکړي.
د نوموړي په وینا، هر هیواد چي که له امریکایي ځواکونو سره همکاري وکړي، د احتمالي پایلو مسئولیت به ئې پر غاړه وي.