ايران ۱۰۰ بې پيلوټه الوتکي پر اسرائيلو د بريد په موخه لېږلي دي

اسرائيلو وايي، چي ایران تر ۱۰۰ زیاتي بې‌پیلوټه الوتکي پر اسرائیل توغولي دي.
د اسرائیل پوځ ویلي، چي ایران په تېرو څو ساعتونو کښي تر ۱۰۰ ډېري بې‌پیلوټه الوتکي د اسرائیل خاوري ته توغولي دي او دا مهال ئې د له منځه وړلو هڅي رواني دي.
ايراني رسنيو خبر ورکړی، چي دغه بې پيلوټه الوتکي اوس د سوريي پر اسمان ليدل سوي او ژر به خپل هدف ته ورسيږي.