ايرلينډ په لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه کي پاکستان ته په ۵ ویکټو ماته ورکړه

د ايرلينډ په مرکز ډوبلین کي په ترسره سوې لوبه کي پاکستان لومړۍ لوبه وکړه او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۲ منډي وکړې.
په ځواب کي د ايرلينډ لوبډلي ورکړل سوی د ۱۸۳ منډو هدف په داسي وخت کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ چي یوازي یو بال پاته سو.
د پاکستان او ايرلينډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ به دویمه ۲۰ اوریزه لوبه د مې پر ۱۲مه او دریمه د مې پر ۱۴مه تر سره کیږي.